Share this link via
Personality Websites!
476525
9380
عیب سے تم کو پاک کیا ہے غیب کا تم کوعِلْم دیا ہے
اور خود حق بھی تم سے چھپا کیا؟ صَلَّی اللہُ عَلَیْکَ وَسَلَّم([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۂ ليک لوست پوهېدلو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ شروع کښې پۀ اورېدلے شوي حديثِ پاک باندې اوس لږ نور غور اوکړئ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دواړو لاسونو کښې 2 غټ کتابونه وو، وه يـې فرمائيل:
هَذَا كِتَابٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ
ترجمه: دا کتاب د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين د طرفه راعطا کړے شوے دے۔
پوښتنه دا ده چې رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا کتابونه ورعطا کړے شول، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا لوستلي هم وو او که نۀ وو۔۔۔؟
که ووئيلے شي چې هغوئي مَعَاذَ الله! پۀ لوستلو نۀ پوهېدو نو الله پاک بيا هغوئي له کتابونه ولې ورکړل۔۔۔؟ تاسو لږ پۀ خپل ذِهن باندې زور راوړئ چې يو داسې کَس کوم چې پۀ لوستلو نۀ پوهېږي، تاسو چرته هغۀ له کتاب پۀ تحفه کښې ورکړے دے؟ نۀ به مو وي ورله ورکړے۔ چې مونږ داسې کَس له کتاب پۀ تحفه کښې نۀ ورکوو نو که چرې مَعَاذَ الله! رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ لوستلو نۀ پوهېدو نو د الله پاک د طرف نه هغوئي ته کتاب ورکول خو به
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami