Share this link via
Personality Websites!
476523
9380
ښکاره ښکاره بيان کړه۔ وګورئ چې پۀ دې ځائے کښې دا وه نۀ فرمائيلے شو چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د شريعت د احکامو عِلم ورکړے شو يا د فلانکۍ خبرې عِلم ورکړے شو يا د فلانکۍ خبرې ورنکړے شو بلکې وفرمائيلے شو: مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ څۀ چې هغوئي ته معلوم نۀ وو هٰغه هر څۀ هغوئي ته وښودلے شول۔ ([1])
معلومه شوه چې کومې کوې خبرې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ پيژندې، هٰغه خبرې الله پاک خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وښودلې۔
صحابۍ رسول حضرت معاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل د سحر د نـمونځ وخت وو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معمول نه پۀ خلاف لږ ناوخته تشريف راوړلو، د سحر د نـمونځ جَمعه يـې ورکړه، بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: زۀ د شپې راپاڅېدم، نفلونه مې ادا کړل، پۀ نـمونځ کښې ما له خوب راغلو نو ما د خوب پۀ حالت کښې الله پاک ډېر پۀ ښکلي شکل کښې وليدو، ما وليدل چې الله پاک خپل دست قدرت(څنګه چې د هغۀ د شان سره ښائي) زما د دواړو اوګو ترمينځه کېښودو د دې پورې چې ما د هغې يخ والے پۀ خپله سينه کښې محسوس کړو، بس رَبِّ کريم (د هغۀ د شان لائق) چې څنګه خپل دست قدرت زما پۀ سينه باندې کېښودو نو زما حالت داسې شو چې فَتَجَلّیٰ لِیْ کُلُّ شَیْءٍ وَ عَرَفْتُ پس پۀ ما باندې هر څيز روښانه شو او ما هغه وپېژندو۔ ([2]) پۀ يو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami