Share this link via
Personality Websites!
476426
9375
يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو رَبِّ کريم کوم چې مخکښې پۀ تاسو باندې داسې داسې اِحسانونه فرمائيلي دي، آيا هٰغه رَبِّ رحمان به تاسو پرېږدي، ستاسو نه به ناراضه شي۔۔۔؟ نا۔۔۔!! نا، داسې به هيڅکله نۀ کېږي، تاسو يقين ساتئ! تاسو خپل زړۀ پۀ سکون کړئ! ستاسو رَبّ همېشه ستاسو سره دے، لکه څنګه چې به يـې مخکښې پۀ تاسو فرمائيل، داسې د اِنعامونو باران به پۀ تاسو باندې همېشه ورېږي۔
رَحمَۃٌ لِّلْعٰلَمِیْں ہو، اور شَفِیْعُ الْمُذْنِبِیْں ہو
فَضلِ ربّ سے کیا نہیں ہو، بعد ربّ کے بس تمہیں ہو
یَانَبِی سَلَامٌ عَلَیْکَ یَارَسُوْل سَلَامٌ عَلَیْکَ
یَاحَبِیْب سَلَامٌ عَلَیْکَ صَلَوٰۃُ اللہِ عَلَیْکَ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!! رَبِّ رحمان د هغوئي سره څومره محبت فرمائي، چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړۀ مبارک خفه شي، الله کريم ته دا هيڅکله هم منظور نۀ دي۔ ځکه خو مولانا حسن رضا خان صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي:
کسی کو کسی سے ہوئی ہے نہ ہو گی خُدا کو ہے جتنی محبّت کسی کی
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
اَلَمْ یَجِدْكَ یَتِیْمًا فَاٰوٰى۪(۶)(پارہ:30، سورۀ الضحیٰ:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هغۀ تۀ يتيم وه نۀ موندلې بيا يـې ځائے درکړو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami