Share this link via
Personality Websites!
476423
9375
د غېر مسلمو پۀ دِماغو کښې خَبط (يعنې فاسِد خيال) وو، هغوئي وئيل چې هم پۀ مونږ کښې زمونږ پۀ شان اِنسان اخر د نبوت درجې ته څنګه رسېدے شي۔۔۔؟ دا د هغوئي د فاسِد خيال يو عِلاج دے چې محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو پۀ شان هيڅکله نۀ دے بلکې تاسو څۀ۔۔۔!! پۀ مخلوق کښې څوک هم د هغوئي پۀ مِثل نشته، د ټول مخلوق حالت دا دے چې ټول د الله پاک رضا غواړي او د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دا دے چې د الله پاک د هغوئي رضا خوښه ده۔
مصطفےٰ ہیں ساری خلقت کے لیے ساری خلقت ہے برائے مصطفےٰ
ڈھونڈتے ہیں سب رِضا اللہ کی چاہتا ہے حق رِضائے مصطفےٰ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې او پۀ نورو ټولو مخلوقاتو کښې څۀ فرق دے، رَبِّ کائنات دلته د دې درې نور مثالونه ذِکر کړي دي، دلته ذِکر دا دے چې د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان څوک هم نشته، هغوئي پۀ خپل هر کمال کښې ځانګړے او بے مثاله دے خو کوم چې د کلام مخه ده هغه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طرف ته ده، يعنې الله پاک مخلوق ته دا نۀ دي وئيلي چې زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې شان والا دے بلکې هم د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مُخاطَب کولو فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا ستاسو داسې داسې شانونه نۀ دي۔۔۔؟ آيا ستاسو رَبِّ کريم تاسو ته داسې داسې اوچت مقامونه نۀ دي عطا کړي۔ ضرور يـې عطا کړي دي۔
سب سے بڑھ کر فضل تیرا اے کریم! ہے وجودِ اقدسِ خیرُ الْوَرَا
ہر کرم کی وجہ یہ فضلِ عظیم صدقہ ہیں سب نعمتیں اِس فضل کا([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami