Share this link via
Personality Websites!
476442
9375
د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کېدے شي۔ دا ايپلي کېشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ کور کښې د صدقې څيز ايښودل سپېرۀ ګڼل بد فالې ده۔
وضاحت: پۀ عوامو کښې دا عام خيال موندلے کېږي چې د غوښې وغېره پۀ ذريعه يا د پېسو پۀ ذريعه چې کله صدقه ورکوي نو عام طور د کور بوډۍ ګانو زنانؤ ته وئيلے کيږي چې دا د صدقې څيز دے، ډېر وخت يـې پۀ کور کښې مۀ ساتئ! چا له چې ورکول دي ور يـې کړئ! ګنې نو سپېرۀ والے به راځي۔ داسې پۀ کورونو کښې د صدقې واړه بکسونه ايښودے شوي وي، د هغې پۀ باره کښې هم بعضې وخت خيال راځي چې د صدقې پېسې پۀ کور کښې پرتې دې، د دې پۀ وجه به سپېرۀ والے راځي۔ دا صرف يوه غلط فهمي ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: د هرې ورځې يو سپېرۀ والے وي، هغه د صدقې پۀ ذريعه لرې کړئ! پس صدقه هٰغه عمل دے کوم چې د بلاګانو د اسبابو د جمع کېدو نه پس هم بلاګانې لرې کوي۔ ([1]) معلومه شوه چې صدقه سپېره والے زغلوونکے دے۔ د دې پۀ ذريعه برکتونه راځي، بلاګانې لرې کيږي۔ آؤ! چې صدقه اوکړے شوه نو هغه زر تر زره غريبانو وغېره له ورکول پکار دي، ناوخته کول پکښې نۀ دي پکار۔ دا د صدقې پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami