Share this link via
Personality Websites!
476439
9375
حالت شو چې د کوم مريض سره به يـې لاس لګېدلو، د هغۀ به هم شِفا نصيب کېدله ([1]) او * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وجود مبارک سره لاس ولګولو نو ټول عمر به د هغوئي د وجود نه تازه خوشبوئي تلله ([2]) * دغه شان چې د خُلې مبارکې خبره اوکړے شي نو سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
وہ زباں جس کو سب کُن کی کنجی کہیں اس کی نافِذ حکومت پہ لاکھوں سلام ([3])
وضاحت: يعنې زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مبارکه د تقديرِ اِلٰہی کُنجي ده۔ څنګه چې دا ژبه مبارکه خوزېږي، واقعې هم هٰغه شان کيږي۔ د دې ژبې مبارکې کمالونو ته چې وګورې نو وئيلے کيږي چې د کائنات پۀ ګوټ ګوټ د دې حکومت دے او پۀ داسې حکومت دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
* د خُلې مبارکې نه بس د خبرې وتل وي، څۀ چې به يـې فرمائيل، هم هغه به کېدل۔ يو ځل د مسلمانانو څلورم خليفه عليُ المُرتضیٰ، شېرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! يخني مې کېږي۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا اوکړه، اے الله پاکه! علي د يخنۍ او ګرمۍ نۀ محفوظ کړې۔ د دې دُعا نه پس د مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حالت داسې شو چې نۀ به د هغوئي يخني کېدله او نۀ ګرمي، هغوئي به پۀ يخنۍ کښې ګرمې جامې او پۀ ګرمۍ کښې يخې جامې اغوستلې۔ ([4])
دغه شان که د نُوراني مخ خبره اوکړے شي نو:
دیکھنے والے کہا کرتے ہیں اللہ! اللہ! یاد آتا ہے خُدا دیکھ کے صُورت تیری([5])
[1]... کنز العمال، کتاب الفضائل، فضائل الصحابۃ ، جز:13 ، جلد:7، صفحہ:130 ، حدیث:36856 ملخصًا۔
[2]... سبل الہدیٰ و الرشاد،باب التاسع فی عرقہ صَلَّی اللہُ عَلیہ وَآلہٖ وَسَلَّم و طیبہ ، جلد:2 ، صفحہ:86 ملخصًا۔
[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:302۔
[4]... ابن ماجہ ، کتاب السنۃ ، باب فضل علی بن ابی طالب ،صفحہ:33 ، حدیث :117 بتغیر قلیل ۔
[5]... ذوقِ نعت، صفحہ:248۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami