Share this link via
Personality Websites!
476437
9375
وضاحت: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غوږونو مبارکو دا معجزه ده چې ده چې د لرې او نزدې نه يو شان اوري، داسې مبارک غوږونه کوم چې د عزت او د عظمت د لعلونو سر چينه ده، پۀ دغه مبارکو غوږونو باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
* پۀ حديثِ پاک کښې دي: خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: زما کوم اُمتي چې هم پۀ ما باندې دُرود لولي هغه چې چرته هم وي، د هغۀ اواز ما ته رارسېږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره عظيم الشان قوت سماعت دے۔۔۔!! درودِ پاک لوستونکي درود وائي * څوک يـې پۀ پاکستان کښې وائي * څوک يـې پۀ تُرکِستان کښې * څوک يـې پۀ بُخَارا کښې وائي * څوک يـې پۀ سَمرقَند کښې * څوک پۀ امريکه کښې درود لولي * څوک پۀ افريقه کښې * څوک پۀ جاپان کښې ناست دے او د درود شريف نذرانې وړاندې کوي * څوک پۀ عراق کښې * غرض دا چې پۀ ټوله دُنيا کښې چې چرته هم مسلمانان عاشقانِ رسول دي، هغوئي درودِ پاک لولي، بيا دا يو دوه نۀ بلکې پۀ زرګونو لکونو مسلمانان دي، يو وخت هم داسې نۀ تېرېږي چې چرته پکښې دُرُودِ پاک نۀ وئيلے کيږي * ورځ وي او که شپه * سحر وي او که ماښام * ماسپښين وي او که نيمه شپه * هر وخت پۀ لکونو عاشقانِ رسول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دربار کښې د درودونو نذرانې پېش کوي او رَبِّ کائنات د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکو غوږونو ته دا شان عطا کړے دے چې هغوئي هر وخت د ټولو دُرُود اوري۔
واللہ! وہ سُن لیں گے، فریاد کو پہنچیں گے اِتنا بھی تو ہو کوئی جو آہ کرے دِل سے([2])
وضاحت: څوک دې د زړۀ نه خو فرياد اوکړي، پۀ الله پاک مې دې قَسَم وي! خوږ آقا، د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami