Share this link via
Personality Websites!
476433
9375
چې څوک د نبوت د پاره مُنتخب کوي، دا ضروري دي چې هغه پۀ روحاني طاقتونو کښې هم او پۀ جسماني طاقتونو کښې هم د خپل اُمت نه اَرفع او اعلیٰ وي، ([1]) * انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام له د ليدو طاقت هم د اُمت نه زيات ورکولے کيږي * د اورېدو طاقت هم د ټولو نه زيات عطا کولے کيږي * د څکولو طاقت * د بوئي کولو طاقت * د لاس وروړلو طاقت * دغه شان عقل، فهم او فراست او * د پوهې طاقت هم پۀ هغوئي کښې د ټول اُمت نه زيات وي، بيا د دې سره سره د هغوئي رُوح هم د ټولو خلقو نه زيات پاک او صفا او لطيف وي۔
اوس وګورئ چې ابو جهل وائي: نبوت ما ته مېلاؤېدل پکار وو۔ وليد بن مُغيره وائي: نبوت ما ته مېلاؤېدل پکار وو، عُمَير ثَقَفي وائي: نبوت ما ته مېلاؤېدل پکار وو۔ الله پاک فرمائي:
اَللّٰهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗؕ- (پارہ:8، سورۀ الانعام:124)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اللہ پۀ دې ډېر ښه پوهېږي چې هغه خپل رسالت چرته کېږدي۔
يعنې اے د نبوت طالبګارو۔۔۔!! لږ خپل حالت ته خو وګورئ۔۔۔!! زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ستاسو څۀ مقابله، د هغوئي شان دا دے چې * سترګې پورته کړي نو عرش ويني، تاسو ته د دېوال نه بل اړخ ته څۀ پۀ نظر نۀ راځي * هغوئي چې توجه اوکړي نو د اسمان اوازونه اوري، تاسو دوه ميله لرې اواز نۀ شئ اورېدے * هغوئي چې خبرې کوي نو د حِکمت ګلونه دوړوي، ستاسو د خُلو نه د بکواسونو نه علاوه هيڅ نۀ ووځي * هغوئي چې قدم پورته کړي نو د شپې پۀ لږه شان حصه کښې د عرش نه بره پورې سفر کوي او واپس راځي، ستاسو شام ته پۀ تللو دوه مياشتې لګي، بيا چې د هغوئي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami