Share this link via
Personality Websites!
476430
9375
وضاحت: اے بے مثله او بے مثاله آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د کائنات خالق ستاسو اخلاق مبارک عظيم جوړ کړل او ستاسو نُوراني وجود رَبِّ کريم ښائسته جوړ کړے دے، اے د دواړو جهانو مالِکه! ستاسو د ښکلي صورت او بے مثاله سيرت پۀ خالِق باندې مې دې قَسَم وي! نۀ ستاسو پۀ شان څوک راغلي دي او نۀ به راشي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عربۍ پۀ لغت کښې د يتيم لفظ يوه معنیٰ منفرد او يکتا[يواځنے] هم راځي۔ مثلاً بے مثاله ملغلرې ته دُرِّ يتيم وئيلے کيږي۔ الله پاک فرمائي:
اَلَمْ یَجِدْكَ یَتِیْمًا فَاٰوٰى۪(۶)(پارہ:30، سورۀ الضحیٰ:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هغه تۀ يتيم وه نۀ موندلې بيا يـې ځائے درکړو۔
پۀ دې لحاظ سره به معنیٰ دا وي چې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو * پۀ خپل قوم کښې * پۀ خپله قبيله کښې * پۀ خپل ښار کښې بلکې * پۀ ټولو مخلوقاتو کښې ځانګړے او بے مثاله وئ، ځکه الله پاک تاسو له ځان قربانوونکي صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم در عطا کړل او غلبه يـې در عطا کړله۔ ([1])
پۀ دې کښې اوس د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د شان هم اِظهار دے ولې چې پۀ دې حالت کښې د لفظ OѪ مِصداق صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم راځي۔ يعنې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هر کمال کښې ځانګړے او بے مثاله وو، ځکه تاسو ته د ټولو نبيانو علَيهِمُ السَّلام د صحابيانو پۀ نسبت بے مثاله صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عطا کړے شول۔
د کائنات د ټولو نه بهترين زړونه
پۀ مسندِ اِمام احمد کښې روايت دے، صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami