Share this link via
Personality Websites!
475891
9361
مدينے انوار راځي۔ خَړه ائينه او خيرن زړۀ د عزت قابل نۀ دے۔ نور فرمائي: لکه څنګه چې پۀ اعمالو کښې د سُنَّتو پابندي د ثواب ذريعه ده، هم داسې زړۀ صفا ساتل، ښه اخلاق هم سُنَّت دي۔ پۀ کوم سره چې به د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قرب حاصلېږي۔ افسوس چې ډېر خلق دلته خوئېږي۔ د سُنَّتو د تابعدارۍ دعویٰ کيږي خو سينې يـې د کينو نه ډکې وي۔ الله پاک دې پۀ دې سُنَّت باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې روايتونو نه معلومه شوه چې څوک سُنَّت زده کړي، پۀ هغې باندې عمل اوکړي، د هغۀ به پۀ جَنَّت کښې د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ نصيب شي۔ سُبْحٰنَ اللہ! څومره لوئي نِعمت دے۔ يقيناً چې جَنَّت مېلاؤېدل هم څۀ کم نعمت نۀ دے، البته! پۀ جَنَّت کښې د نبيانو د سردار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ نصيب کېدل۔۔۔!! واه! د دې نِعمت به څۀ وائې؟ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
جنّت نہ دَیں، نہ دَیں تِری رُویَت ہو خیر سے
اس گُل کے آگے کس کو ہَوَس بَرْگُ و بَر کی ہے
شربت نہ دَیں، نہ دَیں، تُو کرے بات لطف سے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami