Share this link via
Personality Websites!
475890
9361
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې زما د سُنَّت سره محبت اوکړو او دا يـې مضبوط ونيولو، هغه به پۀ حَظِیْرَۃُ الْقُدس (يعنې پۀ جَنَّت) کښې زما سره راپاڅولے شي۔([1])
پۀ يو بل حديثِ پاک کښې دي: رسولِ اکرم، شاهِ بني آدم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اِرشاد وفرمائيلو: ځويه! که کېدے شي نو خپل سحر او ماښام پۀ داسې حالت کښې کوه چې ستا پۀ زړۀ کښې د چا کينه نۀ وي۔ بيا يـې وفرمائيل: ذٰلِكَ مِنْ سُنَّتيْ يعنې دا زما سُنَّت دي، وَمَنْ اَحْيَا سُنَّتيْ فَقَدْ اَحَبَّنِيْ، وَمَنْ اَحَبَّنِيْ كَانَ مَعِيَ فِي الْجَنَّةِ چا چې زما سُنَّت ژوندے کړو هغۀ زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([2])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو فرمان: ستا پۀ زړۀ کښې چې د چا کينه نۀ وي، وضاحت کوي او فرمائي: يعنې د مسلمان ورور د طرف نه د دُنيا پۀ کارونو کښې د صفا زړۀ والا وي، سينه يـې د کينې نه پاکه وي، هله به پۀ هغې کښې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami