Share this link via
Personality Websites!
475888
9361
السَّلام نه پس افضل او اعلیٰ اِنسان د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے۔ هغوئي د ټولو نه افضل اِنسان دے، اخر څۀ وجه ده۔۔۔؟ هغوئي ته د ټولو نه اوچته مرتبه ولې عطا کړے شوه۔۔۔؟ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي (د کومې خُلاصه چې ده): د الله پاک رضا د ټولو نه وړومبے د رَسُول طرف ته توجه فرمائي، بيا چې کوم کَس د رسول فرمانبرداره وي، د رسول پۀ وسيله د هغۀ نصيب کيږي۔ بس څوک چې د رسول د ټولو نه زيات فرمانبرداره وي، پۀ افعالو کښې، پۀ کردار کښې، پۀ اخلاقو او عادتونو کښې چې څوک د ټولو نه زيات د رسول تابعداري کوي، د هغۀ د الله پاک رضا د ټولو نه زياته نصيب کيږي۔ حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نبيانو د نبي، د رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه زيات مُشابَهت اِختياروونکے دے، ځکه د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دومره اوچته مرتبه نصيب شوه چې هغوئي د نبيانو او رسولانو علَيهِمُ السَّلام نه پس پۀ ټولو اِنسانانو کښې افضل وټاکلے شو۔ ([1])
خدائے پاک کی رحْمَت سے انسانوں میں ہر اک سے فُزوں تر بعداز کُل اَنْبِیا صدیقِ اکبر ہیں([2])
معلومه شوه چې د فضيلت معيار د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي، څوک چې څومره ډېر پۀ سُنَّتو باندې عمل کوي، د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څومره ډېر مشابهت اختياروي، هغه به هٰغه همره د ډېر فضيلت والا، هم هٰغه همره د الله پاک دربار ته نزدې کيږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami