Share this link via
Personality Websites!
475912
9361
* خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکي خالي پۀ ورح به هم د ماسخوتن د نـمونځ نه پس تقريباً 9:30 بجې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مدني مذاکره کېږي پۀ کومه کښې چې به اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول دې پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت اوکړي او نورو له دې هم دعوت ورکړي * شېخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت هره هفته د يوې ديني رسالې لوستلو ترغيب ورکوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله د امير اهلسنت فرامين قسط: 1 اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس اېپ وغېره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شېئر کړي! * مکـتبة الـمدينه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د دِين د نورو بزرګانو پۀ ژوند مبارک جدول يعنې (شيډول) زبردسته رساله آقا کا جدول، او د ختمِ نبوت د عقيدې پۀ اهميت او د دې باره کښې د حکم او د ختمِ نبوت د عقيدې پۀ حوالې سره د 40 حديثونو رساله سب سے آخری نبی چاپ کړے دے۔
د مکـتبة الـمدينه د هرې څانګې نه کتاب آقا کا جدول پۀ 17 روپۍ او سب سے آخری نبی پۀ 40 روپۍ حاصل کړئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami