Share this link via
Personality Websites!
475906
9361
رسول نه ډک د ادب نه ډک الفاظ زما پۀ غوږونو ډېر خواږۀ ولګېدل، څنګه څنګه چې مې بيان اورېدو نو زما پۀ زړۀ کښې د عشقِ رسول شمع بلېدله، د بيان اورېدو پۀ وخت مې سترګې د اوښکو نه ډکې وې او پۀ عشقِ رسول کښې د ژړا ژړا نه سلګۍ جوړې شوې، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! داسې د بيان نه متاثره کېدو سره زۀ د اميرِ اهلِسُنَّت پۀ دربار کښې حاضر شوم، د هغوئي سره مې ملاقات هم اوکړو، عطاري جوړ شوم، ږيره مبارکه مې هم پرېښوده او پۀ سر مې د عمامې تاج هم کېښودو۔ ([1])
گنہگارو آؤ! سِیَہ کارو آؤ! گُنَاہوں کو دے گا چُھڑا مدنی ماحول
پِلا کر مئے عشق دیگا بنا یہ تمہیں عاشِقِ مصطفےٰ دینی ماحول([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو هم د سُنَّتو زده کولو، ښودلو، پۀ عملي توګه پۀ سُنَّتو د عمل کولو او نورو له د دې د ترغيب ورکولو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! * پۀ قافلو کښې سفر کوئ * پۀ پۀ هفته واره اِجتماع کښې پۀ پابندۍ سره د شرکت کولو عادت جوړ کړئ! * پۀ مدني مذاکرو کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېر سُنَّت به زده کړئ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami