Share this link via
Personality Websites!
475885
9361
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
حضرت حبيب راعِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے، د حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ صحبت کښې پاتې شوے وو، حضرت حبيب راعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چېلۍ ساتلې وې، هغه به يـې بوتللې او د فُرات درياب غاړې ته به يـې تشريف وړلو، هلته به يـې د الله پاک عبادت کولو، داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل مشهور کتاب کَشفُ المَحجوب کښې ليکلي دي: يوه ورځ يو کَس د فُرات درياب پۀ خوا تېريدلو، هغۀ وليدل چې حضرت حبيب راعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نـمونځ کوي او شرمخ د چېلو څوکيداري کوي، پۀ دې ليدو ډېر حېران شو، هٰغه کَس د حبيب راعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ملاقات د پاره ايسار شو، کله چې هغوئي نـمونځ پوره کړو نو سلام يـې عرض کړو، هغوئي د سلام جواب ورکړو، هٰغه کَس عرض اوکړو: عالي جاه!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami