Share this link via
Personality Websites!
475901
9361
ده * دغه شان نور ډېر داسې سُنَّت دي د کومو چې عوامو ته هډو پته هم نۀ وه چې دا هم سُنَّت دي خو اميرِ اهلِسُنَّت خو اميرِ اهلِسُنَّت دے، هغوئي پۀ دې سُنَّتو باندې پخپله خو ټول کال عمل کوي، د دې سره سره نورو ته هم پۀ دې باندې د عمل کولو ترغيب ورکوي۔
د کومو خوش قِسمتو چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه سره د خوراک کولو سعادت نصيب شوے وي، هغوئي ته به معلومه وي چې اميرِ اهلِسُنَّت د خوراک نه مخکښې يو ښه نيت کوي: د سُنَّتو د ژوندي کولو پۀ نيت به وړومبۍ نمړۍ پۀ ښي غاښونو چقووم۔
الله! الله! پۀ عوامو کښې مشکله ده که چا ته معلومه وي چې دا هم سُنَّت دي خو قربان شم! د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د عشقِ رسول نه۔۔۔!! لږ غور خو اوکړئ! د خوراک کولو پۀ وخت به څنګه کښېنې؟ نمړۍ به څنګه راماتوې؟ د دې پورې چې د خوراک وړومبۍ نمړۍ به د کوم طرف پۀ غاښونو چقوې؟ کوم اميرِ اهلِسُنَّت چې پۀ دې معامله کښې هم پۀ سُنَّتو باندې عمل کوي، هغه به د نورو عبادتونو او رياضتونو وغېره پۀ معامله کښې د کوم حده پورې د خپل محبوب آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تابعداري کوي۔
دا دے د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د عشق د مزاج هٰغه فېضان کوم چې الله پاک د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نصيب کړے دے۔
عِطْرِ سُنَّت بانٹتا ہے اے مرے عطّار تُو اَہْلِ سُنَّت کے لیے ہے صاحِبِ شاہکار تُو
ساری دُنیا کے کناروں سے صدا آنے لگی بن چکا ہے عاشقوں کا قافلہ سالار تُو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami