Share this link via
Personality Websites!
475900
9361
اميرِ اهلِسُنَّت او د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تابعداري
پۀ اوسني دې فېشن پرست دور کښې چې پۀ کوم اِستقامت، ثابت قدمۍ، شوق او ذوق او محبت سره اميرِ اهلِسُنَّت سُنَّت اِختياروي، داسې شوق او ذوق عام طور کم ميلاويږي * زلفې پرېښودل سُنَّت دي، هغوئي پخپله زلفې پرېښودې هم دي او پۀ لکونو خلقو يـې پرېښودې هم دي * عمامه پۀ سر کول سُنَّت دي، هغوئي پخپله هم عمامه پۀ سر کړې ده او پۀ لکونو نورو خلقو يـې هم پۀ سر کړې ده، دغه شان نورو سُنَّتو ته وګورئ! * د خوراک سُنَّت * د څښاک سُنَّت * د اودۀ کېدو سُنَّت * د خوب نه پس د راپاڅېدو سُنَّت * کور ته د راتللو سُنَّت * پۀ سفر د تللو سُنَّت، عرض پۀ قِسما قِسم سُنَّتو باندې اميرِ اهلِسُنَّت نۀ يواځې پخپله عمل کوي بلکې هغوئي لکونه خلق پۀ دې سُنَّتو باندې عادت کړي هم دي، د هغوئي سيرت مبارک ته چې د نزدې نه وګورې نو معلومېږي چې هغوئي يواځې د سُنَّتو ژوندے تصوير نۀ بلکې هغوئي خپل ځان د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو کښې فنا کړے دے * که پۀ سنجيدګۍ سره سروے اوکړے شي نو پۀ سوونو سُنَّت داسې دي کوم چې به پۀ هغوئي کښې پۀ نظر راځي، کوم چې پۀ اوسني وخت کښې هېر کړے شوي وو، اميرِ اهلِسُنَّت د هغې د ژوندي کولو سعادت حاصل کړے دے * مِسواک کول سُنَّت دي، پۀ دې وخت کښې دا سُنَّت اميرِ اهلِسُنَّت ژوندے کړے دے۔ نن سبا پۀ دُنيا کښې مختلف قِسمه ورځې نمانځلے شي، مختلف تهوارونه کولے شي، چرته چا د سُنَّت د خورولو، د سُنَّتو د عام کولو پۀ غرض د مسواک هفته نۀ ده نمانځلې، کېدے شي چې پۀ تاريخ کښې داسې څۀ مثال مېلاؤ نۀ شي۔ اميرِ اهلِسُنَّت هٰغه وړومبے شخصيت دے کوم چې د سُنَّتو د خدمت د پاره د مسواک هفته هم نمانځلې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami