Share this link via
Personality Websites!
475898
9361
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې ځائے باندې ناست وو او د چيلۍ د مخکښېنئ ښپې غوښه يـې خوړلې وه، بيا يـې هم داسې کړي وو، ځکه ما هم د هغوئي ادا، ادا کړه۔ ([1])
* يو ځل حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما مکے مکرمې ته روان وو، پۀ لاره کښې يوه وَنه راغله، هغوئي قصداً عمداً د هغې پۀ ښاخونو کښې خپله عمامه [پټکے] شريف ونښلولو، بيا ودرېدو او هغه يـې ترې راخلاص کړو او مخکښې روان شو۔ خلقو ترې د دې وجه وپوښتله نو وه يـې فرمائيل: يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې ځائے تېرېدو نو د دې وَنې ښاخونو د هغوئي عمامه شريف پۀ مينه رانيولې وه (يعنې عمامه مبارک يـې پۀ ښاخ کښې انښتې وه) او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ودرېدلے وو او خپله عمامه شريف يـې راخلاصه کړې وه (بس ماٰهغه ادا، ادا کوله) ۔ ([2])
دغه شان د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ډېرې واقعې دي، الله پاک دې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ وسيله مونږ له هم د سُنَّتو زده کولو او پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو توفيق رانصيب کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
هر صحابيِ نبي! جَنَّتي جَنَّتي ټولې صحابِيانې هُم! جَنَّتي جَنَّتي
څلور ياران د نبي! جَنَّتي جَنَّتي حضرتِ صديق هُم جَنَّتي جَنَّتي
او عُمر فاروق هُم جَنَّتي جَنَّتي عُثمانِ غني جَنَّتي جَنَّتي
فاطِمه او علي جَنَّتي جَنَّتي دي حسن حُسين هُم جَنَّتي جَنَّتي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami