Share this link via
Personality Websites!
475897
9361
کولو چې مونږ دا اوکړو نو مونږ ته به څۀ مېلاؤېږي، د هغوئي به د عشق نه ډک دا سوچ وو چې دا کار زمونږه خوږ محبوب (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) کړے دے، بس مونږ به يـې هم کوو، ولې به يـې کوو؟ چې وه يـې کړو نو څۀ به مېلاؤېږي؟ چې نۀ يـې کوو نه څۀ نقصان به وي؟ دا سوچونه به يـې نۀ کول * د مسلمانانو وړومبے خليفه عاشق اکبر،حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ کوم امر چې به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمل کولو زۀ هغه د کولو نه بغېر نۀ پرېږدم، که چرې زۀ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حال نه څۀ امر پرېږدم نو زما سره وېره وي چې زۀ به د سُنَّتو نه مخ اړونکے شم۔ ([1])
اللہ اللہ یہ شوقِ اتباع کیوں نہ ہو صدیقِ اکبر تھے
* د مسلمانانو دوېم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د کله نه چې ما سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بغېر د چڼ کړو وړو پۀ ډوډئ خوړلو ليدلے دے نو د هغې نه پس چرې هم زما د پاره د چڼ کړے شوؤ وړو ډوډئ نۀ ده پخه کړے شوې۔ ([2])
* د مسلمانانو درېم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يوه ورځ د چيلۍ د مخکښينئ ښپې غوښه را وغوښته او د جومات پۀ دروازه کښې کېناستو او وه يـې خوړله، بيا يـې د تازه اودس کولو نه بغېر نـمونځ ادا کړو، بيا يـې وفرمائيل: يوه ورځ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami