Share this link via
Personality Websites!
475814
9359
کافِر نۀ ګرځولے کيږي خو که چا صرف ستاسو د وېښتۀ مبارک بے ادبي هم اوکړه نو هغه زمونږ د دربار نه رټلے شوے دے، پۀ هغۀ باندې به د کُفر حُکم لګولے شي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے محبت۔۔۔!! محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک حق وړومبے ږدي او الله پاک د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حق وړومبے ږدي۔
د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا د اُمت پۀ بخښنه کښې ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
وَ لَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰىؕ(۵) (پارہ: 30، سورۀ الضحیٰ: 5)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه نزدې ده چې ستا رب به تا ته دومره درکړي چې تۀ به راضي شې۔
د دې آيت مبارک يو بنيادي موضوع د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت دے۔ د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ، شېرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کله چې دا آيت مبارک نازل شو نو خوږ نبي، ښه نبي، رښتوني نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِذَنْ لَا اَرْضٰی وَوَاحِدٌ مِنْ اُمَّتِيْ فِي النَّار يعنې (چې دا وعده ده چې رَبِّ کريم به ما راضي کوي) نو بيا چې د کوم وخته پورې زما يو اُمتي هم پۀ دوزخ کښې وي، زۀ به هډو راضي کېږم نۀ۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami