Share this link via
Personality Websites!
475831
9359
ورکوونکے زمونږ نه نۀ دے * څوک چې د ګناه نه منع نۀ کوي، هغه زمونږ نه نۀ دے * د مسلمان سره بد ديانتي کوونکے زمونږ نه نۀ دے * د علمائے کرامو حق نۀ پېژندونکے زمونږ نه نۀ دے * بے صبري کوونکے زمونږ نه نۀ دے۔
دا ما د ځينې حديثونو خُلاصه عرض کړه۔ نور ډېر داسې حديثونه دي، پۀ کومو کښې چې د داسې کارونو ذِکر دے د کومو نه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بېزارۍ اِظهار فرمائيلے دے، مونږ له پکار دي چې د داسې ټولو کارونو نه ځان بچ کړو۔ د مکـتبة الـمدينه يوه ډېره ښکلې رساله ده: وہ ہم میں سے نہیں۔ پۀ دې کښې هٰغه حديثونه راجمع کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بېزارۍ اِظهار فرمائيلے دے۔ دا پخپله هم ولولئ او نورو له هم د لوستلو ترغيب ورکړئ! او پۀ دې باندې عمل هم اوکړئ! الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
دارُ الاِفتّاء اهلسُنَّت ايپلي کېشن
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کېشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې دے: Darul Ifta Ahlesunnat (دار الافتاء اهلسنت)۔ پۀ دې ايپلي کېشن کښې * به تاسو ته مېلاؤېږي: پۀ ګڼ شمېر د مذهبي (Religious) او معاشرتي (Social) پوښتنو ليکلې فتوې * د عقيدو پۀ باره کښې حُکمونه * د قرآن او حديث پۀ باره کښې حُکمونه * د اوداسه، غسل او د ناپاکۍ حُکمونه * د نـمونځ پۀ باره کښې مسئلې * د مَړي پۀ باره کښې مسئلې * د دعوتِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami