Share this link via
Personality Websites!
475830
9359
وَ اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ اِنْ كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ(۶۲) (پارہ:10، سورۀ توبه:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حالانکې الله او د هغۀ رسول د دې خبرې زيات حقدار دي چې خلق هغه راضي کړي، که هغوئي اِيمان لرونکي دي۔
د دې آيت د لاندې علمائے کرام فرمائي: پۀ اِيمان، عبادت، معاملاتو کښې د الله پاک سره د حُضُورِ اَنور (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د راضي کولو او خوشحالولو نيت کول شِرک يا کُفر نۀ بلکې د اِيمان کمال دے، څوک چې صرف دې د پاره مسلمان وي، دې د پاره نـمونځ او روژه، حج او زکوٰة ادا کوي چې الله پاک هم راضي شي او حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم راضي شي، هغه کامِل مؤمِن دے، رَبِّ کريم دې د دې توفيق راکړي۔ ([1])
د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بېزارۍ اِعلان
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک رضا هله نصيب کيږي، کلي چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي کړے شي، ځکه هر هٰغه کار د کوم نه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بېزارۍ اِعلان کړے دے، مونږ له پکار دي چې د هٰغه کار نه ځان بچ کړو۔ مثلاً * فرمائي: څوک چې د قرآنِ کريم تِلاوت پۀ ښه اواز نۀ کوي، هغه زمونږ نه نۀ دے * فرمائي: چا چې زما د سُنَّت نه بے رغبتي اوکړه، هغه زمونږ نه نۀ دے * څوک چي د پردې څيز دعویٰ اوکړي، هغه زمونږ نه نۀ دے * جادو [پخپله] کوونکے او [پۀ بَل] باندېکوونکے زمونږ نه نۀ دے * مسلمان له دوکه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami