Share this link via
Personality Websites!
475829
9359
وضاحت: د الله پاک رضا او د مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا پۀ خپل مينځ کښې پخه وعده کړې ده چې همېشه به يو ځائے وي (ځکه چې د څو پورې رسولِ اَکرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي نۀ کړے شي، د الله پاک رضا هډو مېلاؤېدے نۀ شي)۔
خُدا کا وہ نہیں ہوتا، خدا اُس کا نہیں ہوتا جسے ہونا نہ آتا ہو تمہارا یَارَسُوْلَ الله!
د زيات عبادت اِيمان تازه کوونکے نيت
لهذا مونږ له پکار دي چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راضي کولو کوشش اوکړو۔ علامه عَبدُ الرَّؤوف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها به روزانه زر [1000] نفلونه کول، فرمائي: پۀ خُدائے مې دې قَسَم وي! د دې نه زما اِراده (صرف) د ثواب نۀ ده بلکې (دا نيت هم دے چې) رسولِ کريم رَءُوفٌ رَّحِيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما پۀ دې عمل باندې خوشحاله شي او د قيامت پۀ ورځ نورو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته وفرمائي: وګورئ! دا زما د اُمت يوه زنانه ده، پۀ ورځ او شپه کښې به يـې دومره نفلونه کول۔ ([1])
پۀ عبادت سره د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا غوښتل څنګ دي؟
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړې ادا ده۔۔۔!! پۀ نېک اعمالو باندې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا غوښتل د اِيمان علامت دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې د رَبِّ قدير اِرشاد دے:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami