Share this link via
Personality Websites!
475828
9359
وګورئ چې د ننه پورې پۀ اُمت باندې اِجتماعي عذاب رانغلے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چي د قرآنِ کريم پۀ غور سره تِلاوت وکړئ، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت ولولې، د حديثِ پاک کتابونه ولولې نو معلومه به شي چې د الله پاک هر ساعت د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا مطلوب ده، د دې پورې چې د قيامت پۀ ورځ به هم د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوښه پوره کولے شي۔ هغوئي به وائي او الله پاک به يـې پوره کوي، د قيامت پۀ هٰغه وحشت ناکه ورځ به رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه سجده اوکړي او اُمت به وبخښي۔ دا زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے۔
الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي کړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې کښې زمونږ د پاره هم يو سبق دے، هغه دا چې د الله پاک رضا د محبوب پۀ رضا کښې ده او د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا د الله پاک پۀ رضا کښې ده، الله پاک هٰغه څۀ غواړي کوم چې رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غواړي او رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه څۀ غواړي کوم چې الله پاک غواړي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
بہم عہد باندھے ہیں وصلِ ابد کا رضائے خدا اور رضائے مُحَمَّد([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami