Share this link via
Personality Websites!
475827
9359
سره ايښودل خوښ نۀ کړل نو الله پاک د هغوئي د پاره هم دا خوښ کړل۔
حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يو ځل قرېشو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې عرض اوکړو: دُعا اوکړئ چې صَفَا غونډۍ زمونږ د پاره د سرو زرو کړے شي، مونږ به پۀ تاسو باندې اِيمان راوړو؟ وه يـې فرمائيل: پۀ خپله خبره باندي پاخۀ يـئ۔۔۔! واقعي چې اِيمان به راوړئ؟ وه يـې وئيل: آؤ جي! پاخۀ يو۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا د پاره لاسونه پورته کړل! الله پاک حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام راولېږلو، هغوئي عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو رَبّ پۀ تاسو باندې سلام وائي او فرمائي: که تاسو غواړئ نو صَفَا غونډۍ به د سرو زرو کړے شي، خو که دوئي بيا هم اِيمان را نۀ وړو نو داسې عذاب به راځي، کوم چې به پۀ چا نۀ وي راغلے او که تاسو غواړئ نو دوئي د پاره به د توبې دروازه پرانستے شي۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بَابُ التَّوْبَۃِ وَ الرَّحْمَۃِ يعنې زۀ غواړم چې د توبې او د رحمت دروازه پرانستے شي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دلته هم وګورئ چې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رضا پوښتنه کيږي چې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو چې څۀ خوښوئ هم هغه به کيږي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سراسر رحمت دے، هغوئي غوښتل چې پۀ اُمت باندې عذاب را نۀ شي، د الله پاک د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت ته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami