Share this link via
Personality Websites!
475809
9359
وَ لَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰىؕ(۵) (پارہ: 30، سورۂ الضحیٰ: 5)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه نزدې ده چې ستا رب به تا ته دومره درکړي چې تۀ به راضي شې۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تېر کال پۀ ربيع الاول شريف کښې مونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان مبارک باندې د يو ښکلي سُورت مبارک سُورۀ وَالضّحیٰ وضاحت او د دې آيتونو نه د مېلاؤيدونکي سبق د زده کولو کوشش کړے وو، د دې سُورت مبارک ټول 11 آيتونه دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! 4 آيتونه مونږ تېر کال اورېدلي وو، پۀ دې کال به مونږ يو څو نور آيتونه او د هغې د وضاحت او د تفصيل اورېدو سعادت حاصلوو۔
دلته غور اوکړئ چې قرآنِ کريم څومره جامِع کتاب دے، د دې پۀ يو يو آيت کښې د علومو او مَعَارِفو دريابونه بهېږي، زمونږ پۀ شان کم عِلمه خلق که چرې د علمائے کرامو ليکلے شوي مدني ګلونه هم بيانوو نو د يو يو آيت څومره تفصيل کيږي، لوئي ماهران علمائے کرام چې کله د دې تفسير فرمائي نو څومره تفصيل به وي۔ بيا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان او عظمت باندې هم غور اوکړئ! رَبِّ کائنات پۀ دې مبارک سُورت کښې څومره پۀ تفصيل سره د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami