Share this link via
Personality Websites!
475824
9359
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحالي خوښه ده او رَبِّ کائنات د هغوئي پۀ خواهش پوره کولو کښې تادي فرمائي، ځکه د 2 رکعتو د پوره کولو تاخير هم منظور نۀ کړے شو، هم بالکل د نـمونځ پۀ حالت کښې سمدستي د هغوئي خوښه پوره کړے شوه۔
جن کے سجدے کو محرابِ کعبہ جھکی اُن بھنووں کی لطافت پر لاکھوں سلام([1])
د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عقل مبارک
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خبره هم پۀ ذِهن کښې د ساتلو ده چې د هر چا چې کوم ارمان، خواهش او رضا وي، هغه د هغۀ د عقل مطابق وي، تاسو د وړوکي ماشوم نه پوښتنه اوکړئ چې څۀ غواړې؟ هغه به د خوراک څښاک څيزونه غواړي، د لوبو څيزونه به غواړي او دغه شان نور څيزونه به غواړي۔ د يو عقل لرونکي بالغه نه پوښتنه اوکړئ چې څۀ غواړې؟ هغه به پۀ خپل لحاظ سره خواهش کوي، د چا عقل چې څومره پوخ وي، د چا شعور چې څومره اوچت وي ، هغه هم د هغې د مطابق ارمان لري، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه هستي ده چې حضرت وهب بن منبه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما پۀ مخکښېنو اسماني کتابونو کښې پۀ 71 کتابونو کښې لوستلي دي چې ټولې دُنيا ته چي څومره عقل راکوز کړے شوے دے، دا ټول که چرې يوه صحرا وګڼلے شي نو پۀ دې کښې د يوې ذرې همره عقل ټولې دُنيا له ورکړے شوے دے، باقي ټول عقل محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوے دے۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami