Share this link via
Personality Websites!
475823
9359
قَدْ نَرٰى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِی السَّمَآءِۚ-فَلَنُوَلِّیَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضٰىهَا۪-فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِؕ-
(پارہ:2، سورۀ بقره:144)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږ ستا بيا بيا د اسمان پۀ لوري مخ کول وِينو، نو ضرور به مونږ تا د هٰغه قبلې پۀ طرف وګرځوو پۀ کومه کښې چې ستا خوشحالي ده نو اوس خپل مخ مسجدِ حرام طرف ته وګرځوه۔
بيا خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بالکل هم د نـمونځ پۀ حالت کښې د بيتُ المُقدس نه د کعبې شريفې طرف ته مخ مبارک وګرځولو۔
پۀ مدينه منوره کښې د قبلې اړخ پۀ جدا انداز سره دے، د پوهه کولو د پاره عرض کووم نو داسې وګنئ چې مخکښې نُوراني مخ د مشرق اړخ ته وو نو بيا بالکل د دې پۀ ښي اړخ پۀ راتاؤېدو مخ مبارک د مغرب طرف ته کړے شو۔ يعنې پوره پۀ 180 ډګرۍ باندې يـې مخ مبارک وګرځولو او دا د ګرځولو معامله کله وشوه، بالکل د نـمونځ پۀ حالت کښې، د ماسپښين نـمونځ دے، 2 رکعته ادا کړے شوي دي او 2 پاتې دي۔ ([1])
غور اوکړئ چې پۀ 2 رکعتو ادا کولو باندې څومره وخت لګي۔۔۔؟ داسې خو هم ممکن وه چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نـمونځ پۀ حالت کښې خواهش وفرمائيلو نو د نـمونځ د پوره کېدو نه پس حُکم ورکړے شوے وے چې اے خوږه حبيبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! راتلونکے نـمونځ د کعبې اړخ ته ادا کړئ! خو قربان شم چې د الله پاک د خوږ محبوب
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami