Share this link via
Personality Websites!
475820
9359
فرښتے نازلې کړې * خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غوښتل چې د لرې لرې پورې قبيلو ته د اِسلام پېغام ورسېږي، الله پاک ورته د صلح حدېبيه موقع ورعطا کړله، د دې پۀ ذريعه د اِسلام پېغام د لرې لرې پورې ورسېدو * خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غوښتل چې مکه فتح شي نو مکه فتح شوه * د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره فِکر وو چې اِسلام پۀ ټولو دينونو باندې غالِب شي، الله پاک وفرمائيل:
لِیُظْهِرَهٗ عَلَى الدِّیْنِ كُلِّهٖ وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۠(۹) (پارہ:10، سورۀ توبه: 33)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې هغه پۀ ټولو دِينونو باندې غالِب کړي اګر که مشرکان يـې نۀ خوښوي۔
د حديثِ پاک پۀ کتابونو کښې داسې ډېر حديثونه مېلاؤېږي، مثلاً * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: که چرې زما پۀ اُمت باندې ګران نۀ وے نو د هر نـمونځ د پاره به مې د مِسواک حُکم کړے وے * فرمائي: که چرې زما پۀ اُمت باندې درانۀ نۀ وے نو د ماسخوتن نـمونځ به مې د شپې د درېمې حصې پورې د وروستو کولو حُکم کړے وے۔ ([1]) * د تراوِيح پۀ باره کښې فرمائي: هسې نۀ پۀ تاسو باندې دا فرض نۀ شي، ځکه مې پۀ جومات کښې د جَمعې سره تراوِيح ادا کول بند کړل۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami