Share this link via
Personality Websites!
475366
9337
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس وګورئ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شعر ته:
تمہارے ذرّے کے پَرْتَو سِتار ہائے فلک
يعنې اے خوږه آقا، محبوبِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو د دَر د خادِمانو، ستاسو د عاشقانو دا شان دے چې * که د عِلم او د عمل اسمان وي يا * د عظمت او د ولايت اسمان * د عزت او د تقویٰ اسمان وي يا * د اِمامت او د پېشوايۍ اسمان، ستاسو د در خادِمان، ستاسو رښتوني عاشقان پۀ هر اسمان باندې د ستورو پۀ شان ځلېدونکي پۀ نظر راځي۔
حضرت اُبو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل د نُور محفل جوړ شوے وو، رسولِ ذِيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ترمينځه تشريف فرما وو او خبره د راتلونکو وختونو شروع شوه۔
دا هم ډېره د کمال خبره ده، بعضې وخت شېطان د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم پۀ باره کښې پۀ زړونو کښې وسوسې اچوي، تاسو حديثونه ولولئ! پته به درته وليږې چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ محفلونو کښې به ډېر ځل د مستقبل ذِکر کېدلو او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د راتلونکو وختونو حالات داسې بيانول، لکه چې پۀ خپلو سترګو يـې ويني۔
خېر! د نُور محفل جوړ شوے وو، د راتلونکې وختونو خبره شروع شوه، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: لکه څنګه چې قرآنِ کريم د نازلېدو پۀ حوالې سره (يعنې پۀ خلقو د دې د منلو د پاره دا چې قرآن واقعي د الله پاک کلام دے) ما ته جنګونه کول وو، ډېر کوشش او محنت کول وو، هم داسې به يو وخت راشي، يو کَس به د قرآنِ کريم د تفسير او تشريح او د دې د صحيح معنو پۀ حوالې به جنګونه کوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami