Share this link via
Personality Websites!
475364
9337
لکه څنګه چې يـې عبد الله بن مسعود لولي۔([1])
پۀ يو حديث شريف کښې فرمائي:
رَضِيتُ لِاُمَّتِيْ مَا رَضِيَ لَهَا ابْنُ اُمِّ عَبْدٍ
ترجمه: زۀ د خپل اُمت د پاره پۀ هره هٰغه خبره باندې راضي يم، پۀ کومه باندې چې اِبنِ اُمِّ عَبد (يعنې عبد الله بن مسعود) راضي دے۔([2])
* د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پنډۍ مبارکې لږې نرۍ وې، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د پنډو پۀ باره کښې وفرمائيل:
وَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهٖ، لَهُوَ اَثْقَلُ فِي الْمِيزَانِ مِنْ اُحُدٍ
ترجمه: يعنې پۀ هٰغه ذات مې دې قَسَم وي، د چا پۀ قبضه کښې چې زما ساه ده، دا پنډۍ به (د قيامت پۀ ورځ) د عمل پۀ ميزان د اُحُد د غر نه هم زياتې وزن دارې وي۔([3])
تاسو وګورئ چې حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته څومره اوچت شانونه عطا شوې، پوښتنه دا ده چې د هغوئي دا شانونه د چرته نه نصيب شول؟ څنګه نصيب شول؟* نـمونځونه خو به نورو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم کول * روژې خو به نورو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم نيولې * ټول صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نېکان، پرهېزګاره، متقيان بلکې د تقویٰ دارو اِمامان او پېشوا دي۔ نو د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا خاص شانونه څنګه نصيب شول؟ جواب واورئ! د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو خاص سعادت نصيب شوے وو، يو خاص قِسمه خِدمت به هغوئي کولو، د هغوئي لقب دے: صَاحِبُ النَّعْلَیْن وَ الْوِسَادَۃِ يعنې نَعلَېن شريف او تکيه مبارکه اوچتوونکے صحابي۔([4])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami