Share this link via
Personality Websites!
475362
9337
د قرآنِ کريم پۀ رڼا کښې د نعلِ پاک فضيلتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو د نَعلَېنِ شَرِيفېن د عزت او د عظمت اندازه ولګوئ چې الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې د خاورو د هٰغه ذرو قَسَم اِرشاد فرمائيلے دے، کومې چې پۀ لاره د تللو پۀ وخت د نَعلَېنِ شَرِيفېن سره لګېدلې وې۔ آؤ جي! اِرشاد دے:
لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِۙ(۱) وَ اَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِۙ(۲) (پارہ:30، سورۂ بَلَد:1-2)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زما دې پۀ دې ښار قَسَم وي۔ چې تۀ پۀ دې ښار کښې تشريف فرما يـې۔
يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو پۀ پاک ښار مې دې قَسَم وي۔۔۔!!
دا قَسَم ولې ياد کړے شو؟ مکے مکرمې ته دا شان ولې مېلاؤ شو چې الله پاک د دې ښار قَسم ذِکر فرمائي؟ * دلته کعبه ده * دلته صفا مروه ده * دلته مِنیٰ ده * دلته حطيم دے * دلته مقامِ اِبراهيم دے۔ آيا ځکه دا شرف مېلاؤ شو؟ نا۔۔۔! نا۔۔۔!! فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږ دې پۀ دې ښار باندي قَسَم وي۔۔۔!! ځکه چې د دې ښار پۀ کوڅو کښې تاسو ګرځئ، د دې ښار خاورې ستاسو نَعلَېنِ شَرِيفېن ښکل کړي دي۔
یاد فرما کر قسم حق نے زمینِ پاک کی خاکِ نعلِ مصطفےٰ کو تاجِ شاہاں کر دیا([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د کومو ذرو قسم چي رب کائنات ارشاد فرمائي،نو د هغه ذرو مثال پۀ کائنات کښې چرته ميلاويدے شي؟ځکه اعلي حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي:
تمہارے ذرّے کے پرتَو ستار ہائے فلک
د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ذِکرِ خېر
يوه قيمتي خبره عرض کړم: دا چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائيلي دي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami