Share this link via
Personality Websites!
475360
9337
به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د ربيع الاول شريف برکتي مياشت خپل برکتونه تقسيموي، هر طرف ته خوشحالۍ دي، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مبارک خو هډو ودريږي نۀ، هډو کمېږي نۀ، البته! ربيع الاول د عاشقانو زړونه نور هم ژوندي کوي، ځائے پۀ ځائے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ميلادونو محفلونه کيږي، عاشقانِ رسول خپل کورونو د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذِکر باندې د ښائسته کولو پۀ کوشش کښې مصروف دي۔ الله پاک دې زمونږه د دې مقدسې، پاکې مياشتې ښه ډېر برکتونه نصيب کړي۔
جب تلک یہ چاند تارے جھلملاتے جائیں گے تب تلک جشنِ وِلادت ہم مناتے جائیں گے([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن به مونږه د خپل قِسمت ستورے ځلوو يعنې نن به د نَعلَېنِ شَرِيفېن د ذِکرِ خېر د کولو او اورېدو سعادت حاصلوو۔ زۀ هم پۀ شروع کښې د لفظ نَعلَېن معنیٰ عرض کووم، پۀ بيان کښې به يـې بيا بيا نۀ عرض کووم، ځکه د نَعلَېن پۀ ځائے چې دلته پۀ پښتو کښې کوم لفظ اِستعماليږي، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حق کښې هٰغه لفظ وئيل اګر که جائز وي خو زړۀ يـې نۀ غواړي۔ نَعل د عربۍ ژبې لفظ دے، د دې معنیٰ وي: پېزار۔ نَعل د يوې ښپې پېزار۔ نَعلَېن: د دواړو ښپو پېزار۔
نو نن به مونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاک نَعلَېن مبارک ذِکر کوو۔ سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَعلَېن
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami