Share this link via
Personality Websites!
475383
9337
ښه اخلاق د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي
د اخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک: (1): پۀ ايمان کښې زيات کامِل هغه دے د چا چې اخلاق ښه وي۔ ([1]) (2): د ښه اخلاقو نه بهتر مسلمان ته هيڅ څيز نۀ دے ورکړے شوے۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ښه اخلاق د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ * حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر يو سره د ښو اخلاقو او محبت سلوک فرمائيلو * نۀ به يـې څوک رټلو او نۀ به يـې ستغې سپورې وئيلې * صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته به د کتلو سره مُسکے کېدلو، د هغوئي سره، د هغوئي د بچو سره به يـې خوش طبعي فرمائيله، ماشومان به يـې پۀ غېږه مبارکه کښې کښېنول * د مريضانو تپوس به يـې کولو * پۀ محفل کښې به چرې هم پۀ غزېدلو ښپو نۀ کېناستلو * پۀ سلام کښې به يـې پهل [يعنې وړومبے سلام به يـې] کولو * ټول به يـې پۀ ښه نوم سره رابلل * د نورو خبره به يـې نۀ کټ کوله۔
الله پاک دې مونږ ته هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو اختيارولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
بنا دو صبر و رضا کا پیکر بنوں خوش اخلاق ایسا سرور
رہے سدا نرم ہی طبیعت نبیِّ رحمت شفیعِ اُمّت
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شېخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او وه يـې لولئ! د سنتو زده کولو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami