Share this link via
Personality Websites!
475382
9337
اسلامي د انتظام د لاندې د دولسمې پۀ شپه د ميلاد عظيم الشانه اجتماع کيږي چي پکښې نعت خواني هم کيږي،بيان هم کيږي او د آقا پتنګان ښۀ پۀ مينه محبت د درود شريف نذرانې هم پيش کوي ، او پۀ صلوۀ سلام وئيلو سره د صبح بہاراں هر کلے کوي.تاسو هم پۀ دې اجتماع کښې او پۀ دولسم شريف باندي کيدونکي جلوس ميلاد کښې لازمې شرکت وکړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!ښۀ د درود پاک لوستلو،نعتونو اوريدلو، د آقا د ذکر خير اوريدو او ښۀ د آمد مصطفي نعرو لګولو سعادت به درته حاصل شي.
آمنہ چمکی تیری قسمت مرحبا! صد مرحبا! گود میں آئی ربّ کی رحمت مرحبا! صد مرحبا!
آئے تاجدارِ رسالت مرحبا! صد مرحبا! آئے جہاں میں جانِ رحمت مرحبا! صد مرحبا!
صاحبِ عظمت و شان و شوکت مرحبا! صد مرحبا! سب سے بڑی اللہ کی نعمت مرحبا! صد مرحبا!
د ربيع الاول شريف پۀ موقع باندي پۀ زرګونو اسلامي وروڼا د قافلو مسافر جوړيږي ،تاسو هم د سنتو زده کولو،ښودلو،د نيکۍ دعوت عام کولو او پۀ ښه طريقه د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جشن ولادت نمانځلو دپاره پۀ قافلو کښې سفر وکړئ. الله پاک دې د عمل کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت اوکړو هغه زما سره محبّت اوکړو او چا چې زما سره محبّت اوکړو هغه به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جَنَّت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami