Share this link via
Personality Websites!
475368
9337
بیاں ہو کس زباں سے مرتبہ صِدِّیقِ اکبر کا ہے یارِ غار محبوبِ خدا صِدِّیق اکبر کا
خدا اِکرام فرماتا ہے اَ تْقٰی کہہ کے قرآں میں کریں پھر کیوں نہ اِکرام اَ تْقِیَا صِدِّیقِ اکبر کا
گدا صِدِّیق اکبر کا خدا سے فَضْل پاتا ہے خدا کے فَضْل سے میں ہوں گدا صِدِّیق اَکْبر کا([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
علامه ابو سعيد نېشاپوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: روايت دے چې د انصارو سره تعلق لرونکے يو وړوکے ماشوم وو، ظاهره ده چې هغه هم صحابي وو، د هغوئي د عشق انداز ته وګورئ چې څنګه وو: عمر يـې اګر که کم وو خو پۀ عشق کښې د کمال درجې ته رسېدلے وو، د هغوئي عادت وو چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ لاره کښې به کېناستو، کله چې به نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جومات ته تللو او پۀ هٰغه لاره به تېرېدلو نو وروستو وروستو به ورپسې تللو۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به کله جومات ته ورسېدو او خپل نَعلَېن شريف به يـې وويستل نو هغوئي به سمدستي اوچت کړل، پۀ خپلو جامو باندې به يـې صفا کړل او د ځان سره به يـې وساتل، کله چې به نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واپس تشريف وړلو نو پۀ خپلو لاسونو باندې به يـې نَعلَېن شريف پېش کول۔
د څو ورځو پورې هم داسې کېدل، اخر د کرم درياب پۀ جوش کښې راغلو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترېنه پوښتنه اوکړه: ځويه! تۀ څوک يـې؟ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د انصارو نه يم؟ وه يـې فرمائيل: د نَعلَېن شريف د داسې خِدمت درته چا وئيلي دي؟ عرض يـې اوکړو: ما ته چا هم نۀ دي وئيلي، بس هم داسې مې پۀ زړۀ کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami