Share this link via
Personality Websites!
475367
9337
پۀ دې محفل کښې حضرت ابو بکر صِديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حاضر وو، هغوئي ودرېدو او عرض يـې اوکړو: اَنَا ہُوَ یَارَسُوْلَ اللہ؟ يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا هٰغه کَس زۀ يم؟ وه يـې فرمائيل: نا۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ودرېدو او عرض يـې اوکړو: آيا هٰغه کَس به زۀ يم؟ وه يـې فرمائيل: نا، تۀ هم نۀ يـې۔ بلکې
وَ لٰکِنْ خَاصِفُ النَّعْلِ
دا هٰغه کَس دے کوم چې دا وخت زما نَعلَېن شريف ګنډي۔
حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:چي نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت علي المُرتضیٰ شېرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته خپل نَعلَېن شريف د ګنډلو دپاره ورکړي وو،او هٰغه وخت هغوي هغه ګنډل۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د چا شان چې ډېر اوچت دے * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې شېرِ خُدا دے * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې د عِلم د ښار دروازه ده * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې د ولايت بادشاه دے * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې د خېبر فاتح هم دے * شېرِ مَرحَب شِکن هم دے * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې د اِيمان د محبت نخښه ده * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم ته چې کتل عبادت دے * هٰغه علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې پخپله جنتي دے، د چا شهزادګان چې د جنتيانو ځوانانو سرداران دي، هٰغه مولائے کائنات، علي المُرتضیٰ، شېرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَعلېن شريف پۀ خِدمت کوونکو کښې دے۔
تاسو اندازه ولګوئ چې د نَعلېن شريف د ګنډلو د خِدمت کوونکو داسې شان دے نو پۀ غارِ ثَور کښې د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خِدمت د پاره د سر بازي لګولو والا صديقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شان به څۀ حالت وي۔۔۔؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami