Share this link via
Personality Websites!
475048
9322
هغه زمکه راښکاږي، د ورېځو پۀ شکل کښې پۀ هوا کړے شي، ګلېشئر [د واورو ګټان] ترينه جوړ کړے شي او محفوظ کړے شي، دا نۀ ختمېږي، فرمائي: دا د حق او د باطِل مِثال دے، باطِل که د څۀ وخت د پاره خور هم شي، خو اخِر ختمېږي او د حق دا شان دے چې دا څومره هم پټوې! هم هٰغه همره راښکاره کيږي، د دې چې څومره د غلي کولو کوشش کوې! هم هٰغه همره مخې ته راځي۔
اوس لږ غور اوکړئ! * يو طرف ته د مثال پۀ ذريعه پوهه کړے شو چې * حق چرې هم نۀ پټېږي * حق چرې هم نۀ غلے کيږي * حق چرې هم نۀ ختمېږي * بل اړخ ته * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونو * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کمالونو ته حق فرمائيلے کيږي، دا دواړه چې يو ځائے کړې نو نتېجه به څۀ راوځي؟ هم دا چې * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت حق دے دا چرې هم نشي ختمېدے * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفات حق دي، دا چري هم نشي پټېدے * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کمالات حق دي، دا هم چرې نشي ختمېدے۔
تُو گھٹائے سے کسی کے نہ گھٹا ہے نہ گھٹے جب بڑھائے تجھے اللہ تَعَالیٰ تیرا([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمانه ګواه ده چې د ابو جهل نه واخله تر د دننه پورې پۀ زرګونو نۀ بلکې پۀ لکونو خلق راغلل، د وخت لوئي لوئي بادشاهانو د خوږ آقا و مولا، مکي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami