Share this link via
Personality Websites!
475044
9322
يعنې يو ده حق خبره او دوېمه ده باطِله خبره، دا دواړه پۀ خپل مينځ کښې مۀ ګډوډوئ !
وَ تَكْتُمُوا الْحَقَّ وَ اَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ(۴۲) (پارہ: 1، سورۀ بقره: 42)
[مفهوم] ترجمۀٴ کنزُ العِرفان: او سره د پوهې حق مۀ پټوئ۔
دا دوېم حُکم دے: يعنې اے بني اِسرائيلو! حق قصداً عمداً حق هم مۀ پټوئ! بلکې حق همېشه ښۀ پۀ جار بيانوئ!
پۀ آيت کښې د حق نه څۀ مُراد دے۔۔۔؟
پۀ اصل کښې معامله دا وه چې پۀ وړومبي لوئي اسماني کتاب يعنې تورات شريف کښې رَبِّ کائنات د خپل محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونه او کمالونه او نخښې ښه ښکاره بيان کړې وې، اوس کيدل به داسې چې د بني اِسرائيلو نه به چا پوښتنه کوله چې تاسو خو اهل کتاب يـۍ، دا ووايئ چې پۀ تورات شريف کښې د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څۀ نخښې شته ؟ آيا د تورات مطابق مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے رسول دے؟ پۀ داسې موقع باندي به بني اِسرائيلو دوه قِسمه دوکې کولي: (1): يو خو دا چې کوم صفتونه او کمالونه د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وو، پۀ هغې کښې به يې د ځان نۀ څۀ خبرې ليکلې او وائيل به يې چې وګورئ! پۀ تورات کښې خو دا نخښې دي، پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې خو دا نشته۔ داسې به دوئي حق او باطِل يو بل سره ګډوډ (Mix Up) کولو (2): دوېمه دوکه دا وه چې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک صفتونه به يـې مکمل پټول،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami