Share this link via
Personality Websites!
475061
9322
شہِ اَنبیا ہے، خدا کا ہے پیارا وہ نبیوں میں سُن لو! نبی آخری ہے
مُحَمَّد ہے احمد، ہے سُلْطَانِ بَطْحا وہ نبیوں میں سُن لو! نبی آخری ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعت مبارک يو څو فضيلتونه او فائدې مونږه واورېدې، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت حق دے او حق چرې هم نۀ پټېږي، چرې نۀ ختمېږي، همېشه ښکاره وي اوپۀ بره روان وي ۔ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت مبارک ته آياتِ خُدا (يعنې د الله پاک نخښې) فرمائيلے شوې دي، معلومه شوه چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت مبارک د الله پاک ذِکر هم دے چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان نه د الله پاک شان څرګندېږي۔
واہ کیا مرتبہ ہوا تیرا تُو خُدا کا خُدا ہوا تیرا
اور میں کیا لکھوں خُدا کی حمد حمد اسے وہ خُدا ہوا تیرا
جو ترا ہو گیا خُدا کا ہوا جو خُدا کا ہوا، ہُوا تیرا
دغه شان د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت مبارک د هدايت ذريعه ده چې د هغې پۀ برکت * پۀ زړونو کښې د اِيمان نُور زياتېږي * زړۀ روښانه کيږي * عشقِ رسول زياتيږي * د الله پاک محبت زياتيږي او * هدايتونه نصيب کيږي۔
ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکرِ خېر ښۀ ډېر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami