Share this link via
Personality Websites!
475060
9322
قُدرت قلم هُم د ازل نه د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعتونو ذِکر کړے وو او پۀ هٰغه پاکو نعتونو کښې د هغوئي اخري نبي کېدل پۀ خاص توګه بيان کړے شوي وو۔
نہیں ہے اور نہ ہو گا بعد آقا کے نبی کوئی
وہ ہیں شاہِ رسل ختمِ نبوت اس کو کہتے ہیں
لگا کر پشت پر ُمہرِ نبوت حق تعالیٰ نے
انہیں آخر میں بھیجا خاتمیت اس کو کہتے ہیں([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا هم د کمال يوه خبره ده چې اِنسان کله پۀ وړومبي ځل پۀ دې زمکه باندې قدم کېښودو، هٰغه وخت هم د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت مبارک وو، د کوم پۀ ذريعه چې به د زړونو سکون او ارام نصيب کېدلو۔ د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ هندوستان کښې راکوز شو، هغوئي لږ وِيريدلو نو حضرت جبريلِ عَلَیْهِ السَّلَام راغلو، هغوئي اذان اوکړو، کله چې هغوئي اَشْہَدُ اَنَّ مُحَمّدًا رَّسُوْلُ اللہ ووئيل نو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پوښتنه اوکړه: مَنْ مُحَمَّد؟ يعنې مُحَمَّد څوک دے؟ جبريل عَلَیْهِ السَّلَام ووئيل: آخِرُ وَلَدِکَ مِنَ الْاَنْبِیَاءِ يعنې مُحَمَّد ستاسو پۀ اولاد کښې د ټولو نه اخري نبي دے۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami