Share this link via
Personality Websites!
475055
9322
زړۀ نه ومنلو، د زړۀ نه يـې تسليم کړو نو د هغې پۀ برکت د هٰغه خوش قِسمته د اِيمان دولت هم نصيب شو او د صحابيت ډېره اوچته درجه يـې هم نصيب شوه۔
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت پټول
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لکه څنګه چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت د هدايت ذريعه ده، هم داسې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت پټول د ګمراهۍ سبب هم دے۔ الله پاک د بني اِسرائيلو پۀ باره کښې فرمائيلي دي:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَ صَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ قَدْ ضَلُّوْا ضَلٰلًۢا بَعِیْدًا(۱۶۷) (پارہ:6، سورۀ نساء:167)
[مفهوم] ترجمۀٴ کنزُ العِرفان: بے شکه هٰغه خلق کومو چې کُفر اوکړو او د الله د لارې نه يـې اِيسارول اوکړل بے شکه هغوئي د لرې پۀ ګمراهۍ کښې پرېوتل۔
يعنې هٰغه خراب خلق کوم چې خلق د الله د لارې نه منع کوي، د دِينِ اِسلام نه يـې منع کوي هغوئي پۀ ډېره لويه ګمراهۍ کښې دي۔ اوس دلته سوال دا دے چې هغوئي د الله د لارې نه خلق څنګه منع کوي؟ د دې انداز څۀ اِختياروي؟ مفسرينِ کرام فرمائي: بِکَتْمِہِمْ نَعْتَ مُحَمَّدٍ ([1]) يعنې بني اِسرائيل د الله پاک بندګان د الله پاک د لارې نه د منع کولو د پاره، د هدايت د لارې نه د منع کولو د پاره د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت مبارک پټوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې * د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami