Share this link via
Personality Websites!
475054
9322
پۀ مسندِ اِمام احمد کښې دي: يو ځل خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو يهودي پۀ خوا تېرېدو، د هغۀ ځوي بيمار وو او هغه د هغۀ سر ته ناست وو او تورات يـې لوستلو، سرکار عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے يهودي! ستا دې پۀ هٰغه رښتوني خدائے باندې قسم وي کوم چې پۀ موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې تورات نازل کړے! آيا پۀ تورات کښې زما نعت او صفتونه ليکلي دي، هغه فوراً انکار اوکړو خو د هغۀ ځوي کوم چې بيمار وو، د هغۀ بخت رابېدار شوے وو، هغه فوراً د (خپل پلار د دروغو پۀ ښکاره کولو سره) ووئيل: زۀ ګواهي ورکووم چې پۀ تورات کښې ستاسو نعت، ستاسو صفتونه او ستاسو [دُنيا ته] د تشريف راوړلو د زمانې ذِکر موجود دے۔ د دې وئيلو سره هغۀ (يعنې ماشوم) کلمه ووئيله او مسلمان شو۔ ([1])
یہ کس شہنشہِ والا کی آمد آمد ہے
یہ کون سے شہِ بالا کی آمد آمد ہے
وہ آئے آنے کی جن کے خبر تھی مُدت سے
دُعا خلیل کی عیسیٰ کی جو بشارت تھے([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعت فېضان۔۔۔!! يو غېر مسلمه چې کله پۀ تورات شريف کښې ليکلے شوے نعت شريف د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami