Share this link via
Personality Websites!
475052
9322
سره پۀ اسانولو د پوهه کولو کوشش کووم، دا وګڼئ چې * تاسو ته لرې چرته لوګے پۀ نظر راځي، تاسو فوراً پوهه شۍ چې چرته وور لګېدلے دے۔ حالانکې تاسو وور نۀ دے ليدلے، لـمبې مو نۀ دي ليدلې، څوک راغلے نۀ دے او درته يـې وئيلي نۀ دي، تاسو صرف لوګے وليدو او پوهه شوئ چې وور لګېدلے دے۔
* دغه شان چې مونږه چرته بَل شوے وور ووينو نو پوهه شو چې وور شته نو لوګے به هم وي، د مثال پۀ طور نن سبا خو هٰغه دور نۀ دے پاتې، بيا که هم چرته مونږ پۀ کور کښې شمع بلوو نو لږه پۀ اِحتياط سره بلولے شي چې هسې نۀ د شمعې پۀ وجه دېوال تور نۀ شي، يعنې مونږ پوهېږو چې وور بَل شي نو لوګے به کيږي۔ يعنې دا دوه اړخونه دي، د لوګي پۀ ليدو وور وپېژندلے شو، دې ته وائي: دَليلِ لِمّی۔ دوېم اړخ دے: د وور پۀ ليدو لوګے پېژندل، دې ته وئيلے کيږي: دليلِ اِنِّی۔ سرکارِ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
تم سے خُدا کا ظہور، اُس سے تمہارا ظہور لِمْ ہے یہ، وہ اِنْ ہوا، تم پہ کروڑوں درود([1])
يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! رَبِّ کريم تاسو داسې بے مثاله او کمالي جوړ کړي يـۍ چې ستاسو شانونه ولولې نو اِنسان د رَبّ پۀ توحِيد پوهه شي او د رَبِّ رحمان پۀ توحِيد چې ځان پوره پوهه کړې نو اِنسان ستاسو پۀ شان او پۀ عظمت پوهه شي۔
نو الله پاک د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان او عظمت ته، صفتونو او کمالونو ته، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت مبارک ته خپلې نخښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami