Share this link via
Personality Websites!
475051
9322
پۀ دې ځائے کښې الله پاک د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت ته حق وفرمائيلو۔ دا د قرآنِ کريم يو اهم مقام دے، د دې نه علاوه د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت پۀ نورو کومو کومو الفاظو قرآنِ کريم ذکر کړے دے، واورئ! الله پاک فرمائي:
وَ لَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا٘- (پارہ: 1، سورۀ بقره: 41)
[مفهوم] ترجمۀٴ کنزُ العِرفان: او زما د آيتونو پۀ بدله کښې لږ نرخ [قيمت] مۀ وصولوئ۔
دلته الله پاک د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت ته اٰیٰتِیْ (زما نخښې) فرمائيلې دي۔ ([1]) د دې مطلب به دا راووځي چې * ذِکر که د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وي نو د دې نه د رَبِّ کريم شان ظاهرېږي * که ذِکر د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زلفانو مبارکو وي * که ذِکر د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک وي * که ذِکر د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صفتونو او کمالونو وي نو دا ټول ذِکرونه د رَبِّ کريم نخښې دي ځکه د دې ذِکر سره پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت زياتېږي او د رَبّ قُرب نصيب کيږي۔
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډېره ښکلې خبره کړې ده:
تم سے خُدا کا ظہور، اُس سے تمہارا ظہور لِمْ ہے یہ، وہ اِنْ ہوا، تم پہ کروڑوں درود([2])
وضاحت: دا ډېره باريکه خبره ده، يو وي: دَليلِ لِمّی او بل وي: دليلِ اِنِّی۔ زۀ د دې لږ د مثال
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami