Share this link via
Personality Websites!
فرمائي: ما خوب بيانولو او د تعبير بيانوونکي رنګ بدلېدو رابدلېدو۔ هغۀ د ټول خوب اورېدو نه پس ووئيل: اے سرداره! که تاسو واقعي دا خوب ليدلے دے نو واورئ! ستاسو پۀ اولاد کښې به يوه هستي وي، کوم چې به د مشرق او د مغرب مالِک وي او خلق به د هغوئي پۀ دِين پسې روانېږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، د هغوئي دُنيا ته د تشريف راوړلو نه مخکښې چې کومې اِشارې کيږي، هغه هم دا دي چې دا راتلونکے ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دُنيا کښې د نوې رڼا خورولو د پاره تشريف راوړي۔
سَيِّده آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نُور وليدو
يو روايت به تاسو څو کرته اورېدلے وي: د حضرت اِبنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه روايت دے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږه مور جانه حضرت آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د ولادت پۀ وخت زما نه يو نُور ووتو پۀ کوم چې د زمکې مشرق او مغرب روښانه شول۔ ([2]) پۀ يو روايت کښې دي: ما پۀ هٰغه نُور د شام محلونه وليدل۔ ([3])
مسلمانو! صبحِ بہاراں مبارک وہ برساتے انوار سرکار آئے
مبارک تجھے آمِنہ ہو مبارک تِرے گھر شہنشاہِ ابرار آئے
جہاں میں وہ سکہ بٹھانے کو دیں کا مٹانے وہ باطِل کے آثار آئے
[1]...الوفاء باحوال دار المصطفےٰ، الباب الحادی عشر فی ذکر منام...الخ، صفحہ:70 ۔
[2]... مواہب اللدنیۃ، المقصد الاول...الخ، آيات ولادتہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ،جلد:1، صفحہ:67۔
[3]... مواہب اللدنیۃ، المقصد الاول...الخ، آيات ولادتہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ،جلد: 1، صفحہ:66 ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami