Share this link via
Personality Websites!
کرامو [علَيهِمُ السَّلام] نُورونه زمونږ د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نُور باندې پټ کړل۔ هغوئي عرض اوکړو: مولیٰ! د چا نُور پۀ مونږه راخور شو او مونږ يې پټ کړو؟ الله پاک وفرمائيل: ہٰذَا نُورُ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ اللہ يعنې دا د مُحَمَّد بن عبد الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور دے۔ ([1])
ذَرَّہ ذَرَّہ جگمگایا ہر طرف آیا نِکھار گویا ساری ہی فضا کو نُور میں نہلایا ہے
نُور والا آیا ہے ہاں! نُور لے کر آیا ہے سارے عالَم میں یہ دیکھو نُور کیسا چھایا ہے([2])
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيکه بابا جان حضرت عبد المُطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل زۀ پۀ حطيمِ کعبه (يعنې د کعبې د دېوال سره بالکل جُخت د کعبې شريفې پۀ يوه حصه) کښې اودۀ ووم، ما يو خوب وليدو، پۀ کوم چې زۀ ډېر وېرېدم۔ نو زۀ د خوبونو د تعبير بيانونکي خوا له لاړم، زۀ د قوم سردار ووم، د خوب تعبير بيانوونکي زه پېژندم، هغۀ چې کله زما مخ وليدو نو وه يـې وئيل: اے سرداره! څۀ خبره ده؟ نن زۀ ستاسو رنګ بدل وينم؟ ما ووئيل: د شپې ما خوب وليدو: ګويا يوه ونه ده، هغه پۀ اوچتېدو اوچتېدو اسمان ته ورسېدله، د هغې ښاخونه پۀ مشرق او مغرب کښې خوارۀ شول، هٰغه ونه ډېره نُوراني وه، دومره نُوراني چې د نمر نه 70 چنده ډېره روښانه وه۔ بيا ما وليدل چې عرب او عجم ټولو هغې ته سر ټيټ کړو، د هغې نُور هر هر ساعت زياتېدو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami