Share this link via
Personality Websites!
(5): پۀ خپل جومات، کور، دُکان، کارخانه وغېره باندې 12 ګنې کم نۀ کم يوه مدني جنډه د رَبيعُ الاوَّل شريف د مياشت شروع کېدو د شپې نه د 12 رَبيعُ الاوَّل پورې ولګوئ۔ پۀ بسونو، وېګنو، ټرکونو، غټو ګاډو، ټېکسيانو، رکشو، ګاډو وغېره باندې مدني جنډه ولګوئ۔ پۀ خپل سائيکل، سکوټر او موټر باندې يـې هم ولګوئ۔ هر طرف ته به د مدني جنډو سپرلے پۀ نظر راځي۔ عام طور پۀ ټرکونو شاته د ساه لرونکو ځناورو غټ غټ تصويرونه او فضول شعرونه ليکلے شوي وي۔ که کېدے شي نو پۀ خپلو ګاډو باندې دا وليکئ: زما د دعوتِ اِسلامي سره مينه ده۔
دُعائے عطار! يا ربِّ مصطفٰے! څوک چې پۀ خپلو سکوټرو باندې (صرف مخې طرف ته او) پۀ موټرو، ټېکسيانو، بسونو، ټرکونو، ټرالو، د اوبو پۀ ټېنکو، وېګنو، رکشو، سوزکو وغېره باندې مخې يا وروستو دواړو اړخونو ته زما د دعوتِ اِسلامي سره مينه ده وليکي يا يـې پۀ [بَل چا ] وليکي يا د دې سټېکر ولګوي يا [يـې د بَل پۀ] ګاډي ولګوي۔ د هغۀ ګاډے د حادثې نه بچ کړې او هغه بے حسابه اوبخښې، څوک چې يو ګاډے دې د پاره تيار کړي د هغه پۀ حق کښې هم دا دعا قبوله کړې۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
ضروري احتياط: که پۀ جنډه باندې شين ګنبد، نقشِ نعلِ پاک يا بَل څۀ ليکل وي نو د دې خبرې خيال ساتئ چې نۀ هغه وشلېږي او نۀ پۀ زمکه پرېوځي۔ که ادب نۀ کيږي نو هسې جنډې مۀ اوچتوئ، د 12 رَبيعُ الاوَّل شريف ورځ چې څنګه ختمه فوراً ټولې جنډې او د لائټنګ سامان کوز کړئ۔ خاص طور مدني مراکز فېضان مدينه او مساجدِ دعوتِ اِسلامي او جامعة الـمدينه او مدرسة الـمدينه (ګرلز، بوائز) دوئي دې هم پۀ وخت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami