Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ربيع الاول شريف مياشت شروع کېدونکې ده، راځئ چي د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د طرف نه د جشنِ ولادت پۀ باره کښې راغلے يو ليک واورو:
د جشن وِلادت پۀ باره کښې د عطّارؔ ليک
د سګِ مدينه محمد الياس عطّارؔ قادري عُفِيَ عَنهُ له خوا د ټولو عاشقانِ رسول اِسلامي وروڼو پۀ خدمت کښې:
اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اﷲ وَبَرکاتُہ الحمدُ للہ رَبِّ العٰلمینَ علٰی کلِ حال۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! رَبِّ العٰلمین! خوشحاله شئ! ډېره زر د ربيعُ الاوّل مياشت راتلونکې ده، پۀ ښه ښه نيتونو سره د جشن ولادت نمانځلو د پاره تيار شئ۔
تم بھی کرکے اُن کا چرچا اپنے دِل چمکاؤ اونچے میں اونچا نبی کا جھنڈا گھر گھر میں لہراؤ
(1): د ربيع الاول شريف پۀ وړومبۍ شپه باندې پۀ دې الفاظو سره 3 ځل پۀ جوماتونو کښې اعلان اوکړئ: د ټولو اِسلامي وروڼو او اِسلامي خوئېندو دې مبارک شي د ربيعُ الاوَّل شريف مياشت وليدلے شوه۔
ربیعُ الاوَّل اُمیدوں کی دنیا ساتھ لے آیا دعاؤں کی قَبولیت کو ہاتھوں ہاتھ لے آیا
(2): مهرباني اوکړئ! د رَبيعُ الاوَّل شريف پۀ برکت سره دې اِسلامي وروڼه هم د نن نه د يو موټي ږېرې پرېښودو نيت اوکړي۔ (د سړي ږېره خريَل يا د يو موټي نه کمول حرام او فوراً د دې نه د توبه کولو سره د دې ګناه نه د همېشه د پاره پرېښودل ضروري دي)
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami