Share this link via
Personality Websites!
رساله د نورو سره هم شېئر کړي! * مکـتبة الـمدينه پۀ ربيع الاول کښې د حضور جان عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت باسعادت د خوشحالو مناوهلو او د دې نه حاصليدونکې دنياوي او اخروي فائدو باندې مشتمله رساله صبح بہاراں او ربيع الاول کی خوبياں شائع کړې ده رساله صبح بہاراں پۀ 28 روپے او رساله ربيع الاول کی خوبياں پۀ22 روپے د مکـتبة الـمدينه د يو شاخ نه حاصله کړئ.
پۀ ربيع الاول شريف کښې به د يو سي پۀ سطح 12 روځنې د فيضان ميلاد اجتماعات کيږي د خپل متعلقه يو سي نګران اسلامي وروڼو نه د مقام او وخت معلومات حاصل کړئ، پخپله هم پۀ دې اجتماعاتو کښې شرکت اوکړئ او نورو له هم دعوت ورکړئ.
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
پۀ 14اګست باندې د کولو والا کارونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک پۀ قران کريم کښې فرمائي :
وَ لَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَ جَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَؕ-(پارہ:8، سورۂ اعراف:10)
ترجمه کنزالعرفان:او بيشکه مونږه تاسو له پۀ زمکه کښې ځائے د اوسيدو درکړو او ستاسو دپاره مو د ژوند د تيرولو اسباب جوړ کړل ۔
اَلْحَمدُ للہ!الله پاک مونږ ته پۀ اسلامي احکاماتوباندي پۀ ازادۍ سره د عمل کولو دپاره دا پاک او ازاد ملک راکړو،د ژوند ضروريات يې راکړل ،ډيرنعمتونه يې راکړل خو افسوس! مونږه هغسې شکر ادا نۀ کړے شوڅنګه چي د ادا کولو حق وو او هغه شهيدان مو هير کړل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami